د استاد سلیم د مړینې په مناسبت د تسلیت پیغام

اطلاعیه پیام ها خانه

خپل 57 کالو غښتلی ملګری جناب سرمعلم صاحب د وفات خبر په اوریدو سره قلبآ سخت غمګین شوم ، ځکه چه پدی روان حساس وخت کی، د افغانستان دموکراتیک جنبش په سترو ضایعاتو باندی یوه بله غمناکه ضایعه هم علاوه شوه.

په رښتیا ؛ چه دا یو منل شوی اصل دی چه مرګ یو مطلق امر دی. هرڅوک او هر شی حتمآ د ژوند او مرګ پړا ؤنه  سرته رسوی. بی انتها حقیقت  دادی چه د مرگ او ژوند مسئله د انسان ذهن او ارادی څخه خارج موضوع ده. خو سره له دی د علمی فلسفی مطابق عمل لرونکو لپاره کوم چه د وطن دحریم دفاع  او ټولنی د مظلومانو دحق او حقوقو دلاسته راوړو لپاره واقعآ مبارزه کوی د اوږد عمر ارزو، کومه بی مفهومه خبره نده بلکه دهغوی انسانی، اجتماعی او ملی ارزښتونو یادونه او در ناوی په معنی ده.

په هرحال؛ تا سو ټولو،  دجناب مرحوم سرمعلم صاحب دکورنی اعضاء او ملګروته تسلیت وړاندی کوم. او هیله مندیم  چه هغه لپاره چه  د علمی ایدیالوژی په بنیاد، بشر بی توپیره  اجتماعی پړاوته پری رسیږی او اروا ښاد سرمعلم صاحب پورته یاد 57 کالو په موده او تر مړینی لحظی پوری مونږ سره پری روان ؤ په کامل ایمان او متانت سره تعقیب کړو، تر څو چه د حساب ورکړی په ورځ د دموکراتیک جنبش، دوطن  رښتنی ملی قربانیانو او تاریخ ته پړ نشو. دابه زمونږ ښکاره او روښانه اعتقادی متانت او وفاداری خپلو قربانی شوو هم عقیده متعهد ملګرو او افغانستان مظلوم ولس سره وی.

دی امید ته د رسیدو په هیله.

استاد س.

د دریم – میاشت لړم ۱۴۰۱

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *